د البیروني پوهنتون نړیوالې علمي مجلې نړیوال معیاري (ISSN) شمېره ترلاسه کړه

islam_admin
Wed, Apr 22 2026 10:12 AM
پوهنتون البیرونی

د البیروني  پوهنتون نړیوالې علمي مجلې د نړیوالې معیاري (ISSN) شمېرې  ترلاسه کولو ویاړ خپل کړی، چې دا د هېواد د اکاډمیکې ټولنې لپاره یو مهم علمي پرمختګ بلل کېږي.

د البیروني پوهنتون نړیوالې مجلې ته د ISSN شمېرې ترلاسه کول د دې پوهنتون درنې رهبرۍ، په ځانګړي ډول د څېړنو او علمي مجلې معاونیت، د تحریر د پلاوي غړو، څېړونکو او همکارانو د پرله‌پسې هڅو او زحمتونو څرګندونه کوي.

د یاد علمي بنسټ مسؤلینو د خوښۍ په څرګندولو سره دغه لاسته راوړنه د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست، د پوهنتون مشرتابه، درنو استادانو او د هېواد اکاډمیکې ټولنې ته مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې د دې معیاري شمېرې ترلاسه کول به د مجلې علمي اعتبار په نړیواله کچه نور هم پیاوړی کړي.