د البیروني پوهنتون محصلانو لپاره د « زده‌کړې په بهیر کې د ChatGPT د مثبت اغېز ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي-تحقیقي کنفرانس وړاندې شو

islam_admin
Sat, Nov 21 2026 11:43 PM
کنفرانس علمی-تحقیقی «بررسی تأثیر مثبت استفاده از ChatGPT در بهبود فرآیند یادگیری محصلان» برای محصلان پوهنتون البیرونی ارایه شد

د محصلانو د پوهې او ډیجیټلي مهارتونو د لوړولو په موخه، « زده‌کړې په بهیر کې د ChatGPT د مثبت اغېز ارزونه» تر سرلیک لاندې غیر ترفیعي علمي-تحقیقي کنفرانس، د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو د نخبه محصلانو لپاره د یاد پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو د آمریت په تالار کې وړاندې شو.

د کنفرانس په پیل کې، د البیروني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال محترم قاري برکت‌الله حنفي، د کنفرانس له تنظیموونکو او وړاندې کوونکي څخه د مننې ترڅنګ، د علمي موضوعاتو په زده‌کړه کې د مصنوعي ځیرکتیا پر سمې کارونې خبرې وکړې.

په دوام کې، د یاد پوهنتون د کیفیت لوړونې آمر محترم محمد نعیم محمدي، د تحصیلي کیفیت په ښه کولو کې د مصنوعي ځیرکتیا د اهمیت او رول په اړه ګټور معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

د یادونې وړ ده چې دغه پروګرام د البیروني پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا د مرکز له لوري، د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د وسایلو د اغېزمنې او اخلاقي کارونې په اړه د محصلانو د زده‌کړې په موخه جوړ شوی و.