د ۱۴۰۵ کال لپاره د ځانګړي کانکور ازموینې (۱۴ پاسانو) د نوم لیکنې اعلان

islam_admin
خبرتیا

ټولو د انستیتوتونو فارغانو ته چې غواړي د ۱۴ پاسانو د اختصاصي کانکور په ازموینه کې د ۱۴۰۵ کال لپاره ګډون وکړي، خبر ورکول کېږي، چې د ګډون لپاره دې د نوم‌لیکنې فورم، لارښود او د څانګې کوډ له لاندې لینک څخه ترلاسه کړي. وروسته له دې چې فورم ډک کړي او په اړوند مراجعو کې یې پړاوونه بشپړ کړي، نو دې د ۴۰۰ افغانیو سره یوځای تر ۱۴۰۵/۱/۵ نېټې پورې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو آمریت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې نوم‌لیکنه د الکترونیکي تذکرې په وسیله ترسره کېږي.

https://nexa.gov.af/ps/downloadable-files/5/file-items