د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو
د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ ډیزاین» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د یاد پوهنځي په تالار کې وړاندې شو.
په دې ورکشاپ کې د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد، محترم پوهندوی محمد ناصر طاهري، د باغ ډیزاین د اصولو او لارو چارو، د نباتاتو د مناسب انتخاب او تنظیم، د باغ له فضا څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د باغونو د جوړولو او ښکلا ورکولو د مهمو ټکو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. همدارنګه، محصلان د باغ د معیاري ډیزاین له اهمیت او د باغدارۍ په عملي فعالیتونو کې د نظري پوهې له کارونې سره اشنا شول.
دغه ورکشاپ د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د رسنیو عمومي مدیریت له لوري جوړ شوی و.