دمالی او اداری چارو معاون

ښاغلی امیرزاده صافی د ملک وزیرخان زوی په ١٣٧٣ ل کال کې د تګاب ولسوالۍ د کرم خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. په شپږ کلنۍ کې په مدرسه او ښوونځي کې شامل شو . تر شپږمې درجې پورې یې دیني زده کړې وکړې، چې بیا د حالاتو په خرابېدو سره د مدرسې درسونه ترې پاتې شول او په ١٣٩١ ل کال کې د غازي عثمان له لېسې څخه فارغ شو. په ١٣٩٢ ل کال کې د کانکور د ازموینې له لارې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې ته بریالی شو، چې په یاده څانګه کې  څلور کاله د ټولګي اول نمره پاتې شو او په ١٣٩٥ ل کال کې له ذکر شوې څانګې څخه فارغ شو. په ١٣٩٧ ل کال کې د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کمیسون اړوند د لوړو زده کړو ادارې د کاپیسا ولایت د شورا غړی شو او په همدې کال یې د یوې خصوصي لېسې بنسټ هم کېښوده. په ١٤٤١ هق کال کې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو د ادارې د مرکزي حلقې مرستیال وټاکل شو. په ١٤٠٠ ل کال کې د فتحې سره سم د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا ولایت لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو، چې بیا د همدې کال په کب میاشت کې د یاد مسولیت تر څنګ د ازموینې له لارې د البیروني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې استاد او همدارنګه د یاد پوهنتون مالي او اداري معاون په حیث وټاکل شو. نوموړي د کتابت او لېکنو په لړ کې تر اوسه دوه کتابونه لیکلي دي، چې یو یې د پښتو ژبې ابتدایي ګرامر دی، چې د ښوونځيو د زده کوونکو له پاره لیکل شوی او بل اثر یې د پښتو ژبې تدریسي ګرامر په نوم دی، چې د پوهنتون د زده کړیالانو لپاره لیکل شوی دی.