په البیروني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموینه پیل شوه

islam_admin
Thu, May 14 2026 7:36 PM

د کاپیسا ولایت ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموینه نن پنجشنبه په البیروني پوهنتون کې د یوې پرانیستغونډې په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شوه.

په دغې غونډه کې د البیروني پوهنتون درنې رهبرۍ، د کاپیسا پوهنې رئیس، د ازموینو عمومي ادارې مسؤلینو، ممتحنه استادانو او ګڼ شمېر زده‌کوونکو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن‌کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سیدبشیرآغا هاشمي، راغلو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د یو انسان د ښوونیز او تحصیلي بهیر ارزښت ته اشاره وکړه او د لومړي ټولګي څخه تر لوړو زده‌کړو پورې یې د زده‌کړو بهیر هر اړخیز تشریح کړ. همداراز یې ممتحنه استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانکور ازموینه دې په بشپړ شفافیت، عدالت او امانتدارۍ ترسره کړي.