د البیروني پوهنتون د شاوخوا ۷۰۰ محصلانو ترمنځ د "دوحې تړون" کتاب رقابتي ازموینه واخیستل شوه

islam_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۶
امتحان رقاتبی

د "دوحې تړون" کتاب رقابتي ازموینه نن د البیروني پوهنتون د شاوخوا ۷۰۰ محصلانو په ګډون د دغه پوهنتون په جامع جومات کې ترسره شوه.

د دې برنامې په پیل کې، د البیروني پوهنتون رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سیدبشیر آغا هاشمي، د دغې ازموینې له تنظیموونکو څخه د مننې ترڅنګ، د تعهد او تړون د ارزښت او د دوحې تړون د لاسلیک اهمیت په اړه خبرې وکړې او د دغه تړون د محتوا د مطالعې او په اړه یې د پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

دغه ازموینه د البیروني پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت او د محصلانو د خدماتو د انسجام آمریت له لوري، د تنویر فرهنګي ادارې په همغږۍ او د البیروني پوهنتون د رهبرۍ پلاوي او اړوندو مسؤلینو په حضور او څارنه کې ترسره شوه. د دې ازموینې موخه د محصلانو هڅول مطالعې ته او د "دوحې تړون" کتاب د محتوا په اړه د هغوی د پوهاوي لوړول بلل شوې ده.

په دې سیالۍ کې هغو محصلانو ته چې له لومړي څخه تر لسم مقام پورې یې ترلاسه کړي، بېلابېلې جایزې؛ د کمپیوټر او نغدي جایزو په ګډون، په پام کې نیول شوې دي.

د البیروني پوهنتون مسؤلینو د دا ډول علمي او رقابتي پروګرامونو ترسره کول د مطالعې د فرهنګ د ودې، کتاب لوستلو ته د محصلانو د هڅونې او د هغوی د علمي پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې مهم وبلل او د ورته پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۵
Background image

د البیروني پوهنتون علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (ISSN) ترلاسه کړه

د البیروني پوهنتون داخلي علمي-څېړنیزې مجلې د چاپي خپرونو د پېژندنې شمېره (p-ISSN: 3136-9928) ترلاسه کړه.

دغه مجله په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې تأسیس شوې او د البیروني پوهنتون د علمي څېړنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵
Background image

په البیروني پوهنتون کې د خزاني والیبال ټورنمنټ پیل شو

د "۱۴۰۵ کال خزاني ټورنمنټ" تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ نن (شنبه) د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو ترمنځ د دغه پوهنتون په ورزشي میدان کې پیل شوې.

دغه سیالۍ د محصلانو معاونیت اړوند د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۵
Background image

د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو د پېژندنې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو او له معتبرو نړیوالو علمي سرچینو او ډیټابیسونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د "د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو. . .

BACK TO NEWS