ښه راغلاست

ګرانه لوستونکیه !

د البیرونی پوهنتون انټرنټی پاڼی ته ښه راغلاست.

د البیرونی پوهنتون چی په کال ۱۳۷۷ لمریز کی جوړ شوی دی د علم او پوهی په منځ ته راوړلو کی د څیړنو له لاری زیار باسی چی علم او پوهه خلکو ته انتفال او په دی توګه د عمومی او خصوصی سکتورونو په فعالیتونو کی شامل، او دیوی سالمی، متعهدی او خذمت ته چمتو ټولنی د مینځ ته راوړلو لپاره ژمن پاتی شی.

دپورتنی موخو د لاس ته راوړلو لپاره د البیرونی پوهنتون  د خپل موسسوی پراختیا لپاره ۹ پوهنځیو جوړ کړی دی چی  پوهنتون مناسب ظرفیتونه او امکانات په واک کی لری، لکه نوی کمپاس، د ۳ پوهنځیو لپاره مډرنه او ښکلی ودانی، پر مختللی لابراتوارونه، کتابتونونه، درسی صنفونه او تر ټولو مهمه د تکړه استاذانو شتون د دی پوهنتون غوره والی په ډاګه کوی.

د  البیرونی پوهنتون استاذان او کارکوونکی د یو پیاوړی ټیم په توګه تل هځه کوی تر څو د محصلینو لپاره د زدکړی مناسب محیط برابر، د همکارو بنسټونو او وګړو او د ټولنی او چاپیریال لپاره په ښه توګه لازمی علمی لاس ته راوړنی وړاندی کړی. دا هغه وخت شونی ده چی دټولنی وګړی د البیرونی پوهنتون سره پوره پیژندګلوی ولری او همدا شان خپل د نظر څرګندونی موقع ومومی.

دا انټرنټی پاڼه يواځینی مرجع ده چی کولای شی تاسی د البیرونی پوهنتون د منابعو، تشکیلاتو، امکاناتو او لاس ته راوړنو سره اشنا کړی. مونږ ټولو درنو لوستونکو ته بلنه ورکوو چی ددی سایت لیدنه وکړی او مونږ سره اړیکی ونیسی، او هیله مند یو چی خپل نظرونه، نیوکی، او سالم وړاندیزونه د البیرونی پوهنتون دسایت د غوره والی لپاره مونږ سره شریک کړی.

 

پوهنمل دکتر ضیا الرحمن "روئین"

د البیرونی پوهنتون رئیس

chancellor@au.edu.af

info@au.edu.af

 Tel: +93 771  616326