د البیروني پوهنتون د نړیوال ژورنال لومړۍ ګڼه خپره شوه

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
ژورنال بین المللی

الحمدلله، د کلونو انتظار پای ته ورسېد او البیروني پوهنتون ته یو ستر علمي بری ورپه برخه شو!

د البیروني پوهنتون درنې رهبرۍ، درنو استادانو او د هېواد علمي–اکادمیکې ټولنې ته د مبارکۍ تر څنګ، په ډېر ویاړ او خوښۍ سره خبر ورکوو چې د البیروني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د دې پوهنتون رهبري په ملاتړ او د خپلو هڅاندو همکارانو په هلو ځلو وتوانېد چې د خپل نړیوال ژورنال لومړۍ ګڼه، چې د «افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب ملي کنفرانس »  د مقالو له ډلې څخه  ۱۲ علمي مقالې، د خپلې ژمنې له مخې، په معیاري ډول، د ټولو علمي او تخنیکي پړاوونو له بشپړېدو وروسته، د خپل نړیوال ژورنال له لارې خپرې کړي.

د البیروني پوهنتون د نړیوال ژورنال د لومړۍ ګڼې لینک:

https://aui.journal.edu.af/index.php/Alberoni/issue/view/34

د یادونې وړ ده چې د نوموړي ملي کنفرانس نورې غوره مقالې تر پروسس لاندې دي او په نږدې اوونیو کې به د دې علمي بنسټ د نړیوال ژورنال د دویمې ګڼې په ترڅ کې خپرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS