د البیروني پوهنتون علمي شورا ناسته د دې پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ ترسره شوه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۴۹
پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، په مشرۍ د دې پوهنتون د علمي شورا ناسته د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې ترسره شوه، چې د پوهنتون رهبري او د علمي شورا ټولو غړو پکې ګډون کړی و.

ناسته د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنتون عمومي رئیس وینا وکړه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د درنې واورې ورېدو له امله د یو شمېر هېوادوالو د شه/ادت له کبله یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل. نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې د ژوند په ټولو چارو کې د الهي نعمتونو شکر ادا کړي او د مسؤلینو او استادانو لپاره یې مهمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS