د البیروني پوهنتون محصلانو ته "د اسلامي شریعت له نظره احتکار" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۷
خبر احتکار

د احتکار د مفهوم او د هغه د شرعي احکامو په اړه د محصلانو د پوهاوي لوړولو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت له لوري د دغه پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو محصلانو ته "د اسلامي شریعت له نظره احتکار" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې وړاندې شو.

په دغه سیمینار کې چې ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد او د سیمینار وړاندې کوونکي، پوهندوی فضل‌الرحمن حقیار، د احتکار پر مفهوم او تعریف، په اسلامي شریعت کې د هغه پر حکم، د احتکار پر مواردو او ډولونو، د هغه پر اقتصادي او ټولنیزو زیانونو او د افرادو او ټولنې پر ژوند د احتکار د اغېزو په اړه مفصل او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د البیروني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت، د محصلانو د دیني، علمي او ټولنیزې پوهې د کچې لوړولو په موخه، په بېلابېلو برخو کې ښوونیز او د پوهاوي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS