د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۸:۳۲
جشن فراغت سال 1404 در پوهنتون البیرونی برگزار شد

د البيروني پوهنتون شرعياتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو څخه (١٧١) تنه محصلان فارغ شول.

د البيروني پوهنتون په جمنازيوم کې د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو ١٤٠٤ ل، کال فارغانو فراغت غونډه ترسره شوه.

په یاده فراغت غونډه کې د البيروني پوهنتون درنې رهبرۍ، کادري غړو، اداري کارکوونکو، محصلینو، د محصلینو خپلوانو او مخورو مشرانو ګډون کړی وو.

ويناوالو په خپلو ويناوو کې، فارغانو او د هغو کورنیو ته د مبارکي ترڅنګ، د هغوی مسؤلیتونو ورپېژندلو، د اسلام او شریعت په رڼاکې ټولنې ته خدمت کولو، د لا نورو ډېرو زده‌کړو ترسره کولو او په نبوي سیرت او صورت د خپلو ځانونو برابرولو اړوند وینا او سپارښتنې وکړې.

د یادولو ده، چې سږ ١٤٠٤ ل، کال د البيروني پوهنتون شرعياتو پوهنځي فقه او قانون او اسلامي تعلیماتو څانګو څخه (٧٧) تنه، د همدې پوهنځي فقه او قانون شپنۍ برنامې څخه (٣٧) تنه او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي، حقوقو، سیاسي علومو او نړۍ‌والو اړیکو څانګو څخه (٥٧) تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

د یادولو وړ ده، چې د البیروني پوهنتون رهبري هر کال لوړو زده‌کړو قدرمن وزارت سره په همغږي د محصلانو فراغت غونډې په شانداره مراسمو سره ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS