د البیروني پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د اصلاحی درسونو دوهم درس وړاندې شو

islam_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۲:۵۴
د پوهنتون البیرونی

د اصلاحی درسونو د لړۍ په دوام، چې د البیروني پوهنتون د درنې رهبرۍ په نوښت او لارښوونه د دې علمي بنسټ د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو د آمریت له لوري له تېرې اوونۍ راهیسې پیل شوې وه، نن د شنبې په ورځ د دغو درسونو دوهم درس هم د نشراتو آمریت په تالار کې وړاندې شو.

یاد درس د البیروني پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت له خوا وړاندې شو. په دې پروګرام کې تر ډېره د وخت ارزښت، له غیبت څخه ډډه کول، او د وظیفوي چارو د ترسره کولو پر مهال پر صادقانه نیت ټینګار وشو، چې د ګډونوالو لپاره په مفصل او هر اړخیز ډول تشریح شول.

د البیروني پوهنتون اصلاحی درسونه، چې هره اوونۍ ترسره کېږي، د اداري کارکوونکو د مسلکي، اخلاقي او شرعي پوهاوي د لوړولو او د اسلامي اصولو پر بنسټ د دندو د سم او اغېزمن تطبیق د زمینې د برابرولو په موخه، له مهمو تعلیمي پروګرامونو څخه ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د البیروني پوهنتون رهبري د دې ډول پروګرامونو د تنظیم له لارې هڅه کوي، څو د اسلامي سپېڅلو ارزښتونو پر بنسټ یو سالم، منسجم او د مسؤلیت احساس لرونکی اداري چاپېریال لا پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۵
Background image

د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو د پېژندنې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو او له معتبرو نړیوالو علمي سرچینو او ډیټابیسونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د "د علمي مقالو د خپرولو لپاره د غوره نړیوالو علمي وېب‌پاڼو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۷
Background image

د دوحې تړون د کتاب د سیالۍ ازموینې د جایزو د وېش غونډه په البیروني پوهنتون کې ترسره شوه

د «دوحې تړون» کتاب د سیالۍ ازموینې د جایزو د وېش غونډه، د البیروني پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، د کاپیسا ولایت د حصهٔ اول ولسوالۍ ښاروال او د تنویر فرهنګي ادارې د مسؤلینو په حضور کې، په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۱۱
Background image

د «ولاء او براء (له مسلمانانو سره دوستي او له کفارو سره دښمني)» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

د «ولاء او براء (له مسلمانانو سره دوستي او له کفارو سره دښمني)» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته، د دغه پوهنتون د استادانو د مسلکي ودې په تالار کې. . .

BACK TO NEWS