د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د البیروني پوهنتون پرسونل ته اصلاحي وینا وړاندې شوه

islam_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۲۱
درس اصلاحی

د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو د البیروني پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره اصلاحي وینا وړاندې کړه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس، شیخ‌الحدیث سیدبشیرآغا هاشمي، د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له مسؤلینو څخه د هغوی د حضور او لارښوونو له امله مننه وکړه او ګډونوال یې وهڅول چې د وینا له مطالبو څخه عملي ګټه واخلي.

ورپسې د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، شیخ حکمت الله حکمت، د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کې د انسان د پیدایښت موخه او د دنیا د ژوند حقیقت تشریح کړ. نوموړي د استادانو د علمي او تربیوي مسؤولیتونو پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې استادان دې د نبوي سیرت او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د محصلانو د سالمې روزنې لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي، څو ملک ته د دین، علم او اخلاقو له پلوه ژمن او ګټور ځوانان وروزي.

غونډه د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دعوت او ارشاد انسجام آمر، شیخ تاج‌الدین، په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته "د اسلامي شریعت له نظره احتکار" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو

د احتکار د مفهوم او د هغه د شرعي احکامو په اړه د محصلانو د پوهاوي لوړولو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت له لوري د دغه پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته د "زُونوز ناروغیو (د انسان او حیوان ترمنځ ګډې ناروغۍ)" تر عنوان لاندې روزنیز سیمینار وړاندې شو

د "زُونوز ناروغیو (د انسان او حیوان ترمنځ ګډې ناروغۍ)" تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري، د دغه پوهنتون د بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۵۷
Background image

د البیروني پوهنتون د ۷۰۵ تنو محصلانو د فراغت او جدیدالشمول محصلانو د ښه راغلاست مراسم ترسره شول

د البیروني پوهنتون د ۷۰۵ تنو محصلانو د فراغت او د ۱۴۰۵ لمریز کال د جدیدالشمول محصلانو د ښه راغلاست مراسم د لوړو زده‌کړو وزیر محترم شیخ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کاپیسا ولایت والي. . .

BACK TO NEWS