د " نورو هېوادونو په پرتله د اگرانومیکي محصولاتو د کموالي لاملونه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو ته وړاندې شو

islam_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۵۸
اخبار

د " نورو هېوادونو په پرتله د اگرانومیکي محصولاتو د کموالي لاملونه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو ته وړاندې شو.

د پروګرام په پیل کې، د البیروني پوهنتون علمي مرستیال ښاغلی شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت، د علمي او ښوونیزو پروګرامونو د جوړېدو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د محصلانو پر مسلکي روزنې او د هغوی د علمي او عملي پوهې او مهارتونو په لوړولو کې د دا ډول پروګرامونو پر رول ټینګار وکړ.

ورپسې، د کرنې پوهنځي استاد ښاغلی پوهندوی دکتور فریدون جهش د سیمینار د موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې یې د نورو هېوادونو په پرتله د اگرانومیکي محصولاتو د کموالي لاملونه تر بحث او څېړنې لاندې ونیول.

په پای کې، سیمینار د وړاندې کوونکي او ګډونوالو ترمنځ د علمي پوښتنو او ځوابونو د ګټورې تبادلې په ترڅ کې پای ته ورسېد. په دې برخه کې د مسلکي پوهې د لوړولو او د کرنیزو محصولاتو د تولید د لارو چارو د لا ښه والي پر اهمیت ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د " نورو هېوادونو په پرتله د اگرانومیکي محصولاتو د کموالي لاملونه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو ته وړاندې شو

د " نورو هېوادونو په پرتله د اگرانومیکي محصولاتو د کموالي لاملونه" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون د کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۹:۲
Background image

د "نباتي هورمونونو خپل‌سري استعمال او ناوړه اغېزو" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

د "نباتي هورمونونو خپل‌سري استعمال او ناوړه اغېزو" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له خوا، د کرنې پوهنځي استادانو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د پخولو او رغولو چارې ۵۵ سلنې ته ورسېدې.

د البیروني پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو چارې، چې ټولټال ۲.۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي، د تخنیکي پلان له مخې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دې پروژه. . .

BACK TO NEWS