البیروني پوهنتون کې فراغت غونډه ترسره شوه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۴:۱
 البیرونی پوهنتون

د البيروني پوهنتون بېلابیلو پوهنځيو څخه د سږ ١٤٠٢ ل.ل تحصیلي کال ٧١٥ تنو فارغانو لپاره جوړه شوې فراغت غونډه ترسره شوه.
په دغه فراغت غونډه کې، چې د البیروني پوهنتون لخوا چمتو او ترتيب شوې وه؛ پکې د پوهنتون رئیس، ښاغلي مفتي وقایت الله وقار حنفي، علمي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالاحد ح ق اني، محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي پوهنیار مشتاق حقیار، مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري محمدالدین انس، د کاپیسا ولایت والي، ښاغلي قاري احسان الله بریال، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، ښاغلي شیخ اسدالله سنان، د کاپیسا ولایت امنیې قومندان، حاجي عثمان ترابي، د کاپیسا علماؤ شورا ښاغلي رئیس، د کاپیسا ولایت بیلابیلو ادارو درنو رئیسانو، د کاپیسا لمړۍ حصې درنو منسوبینو، د البيروني پوهنتون د پوهنځیو درنو رئیسانو، درنو استادانو، محصلینو، اداري کارکوونکو او د فارغانو خپلوانو ګډون کړی وو.
د غونډې په پای کې د کاپیسا ولایت والي، ښاغلي قاري احسان الله بریال لخوا د پوهنتون هغو محصلینو ته د سل زره افغانیو جایزه اعلان کړه، چې سږ کال د خپلو ټولګیو په کچه لمړی، دویم او درېیمه نمره فارغ شول او همدا رنګه يې د البيروني پوهنتون استادانو په نماینده‌گي هم لس زره افغانیو جایزه اعلان کړه او د البيروني پوهنتون د غونډو تالار جوړولو ژمنه یې وکړه. 

د یادونې وړ ده، چې د البیروني پوهنتون په تاريخ کې دا لمړی ځل دی، چې د ټولو پوهنځيو محصلینو فراغت لپاره یوځایي شانداره غونډه ترسره کېږي او زرګونه کسان پکې ګډون کوي.

نېټه: دوشنبه، ٢٩/٤/١٤٤٥ ل.س
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د تعزيت پیغام!

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې د البيروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاذ پوهنيار عبدالعليم خوشحال د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې!
انالله وانا اليه راجعون!
م. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۳:۳۵
Background image

د استراتیژیک پلان لارښود عملي تشریح په موخه ورکشاپ وړاندې شو

د البیروني پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوی عبدالاحد حقاني په مشري د البیروني پوهنتون مسلکي پراختیا مرکز ورکشاپونو په تالار کې د استراتیژیک پلان لارښود عملي تشریح یو ورځنی ورکشاپ. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۳:۷
Background image

د پوهنتون کادري روغتون کلنی ارزونه وشوه

د علمي چارو مرستیال مولوي عبدالاحد ح ق اني په مشرۍ د کیفیت لوړونې اصلي کمېټې له خوا د کادري روغتون مسلکي او اداري فعالیتونه کلنی ارزونه وشوه.

د دې پروسې په ترڅ کې د دغه روغتون له. . .

BACK TO NEWS