د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلانو له کابل پوهنتون او کابل پولی‌تخنیک پوهنتون څخه علمي لیدنه ترسره کړه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۰
سیر علمی دانشجویان پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د درېیم ټولګي محصلانو، د خپل استاد پوهنیار نوید احمد رباني او د دې پوهنتون د ارشاد او دعوت آمر مولوي عبدالکریم محمدي په ملتیا، د کابل پوهنتون او د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون څخه علمي لیدنه وکړه.

دا علمي لیدنه د دې لپاره تنظیم شوې وه چې د محصلانو عملي مهارتونه پیاوړي شي، له یادو پوهنتونونو سره له نږدې بلدیت ترلاسه کړي او د درسي مضامینو عملي اړخونه تطبیق کړي.

محصلانو د دې علمي سفر په ترڅ کې د کابل پوهنتون او کابل پولی‌تخنیک پوهنتون له لابراتوارونو، درسي ټولګیو، عملي پروژو او نورو علمي او تخنیکي برخو څخه لیدنه وکړه او له نږدې یې د عملي تدریس له طریقو، تخنیکي اسانتیاوو او علمي فعالیتونو سره بلدتیا ترلاسه کړه. د یادو پوهنتونونو مسؤلینو هم د خپلو علمي فعالیتونو، تعلیمي سیستم، لابراتوارونو، انجینري پروژو او عملي پروګرامونو په اړه اړین معلومات له محصلانو سره شریک کړل.

د البیروني پوهنتون رهبري تل هڅه کوي چې د دې ډول علمي او تعلیمي پروګرامونو په برابرولو سره د محصلانو علمي وده یقیني کړي، د هغوی مسلکي وړتیاوې لوړې کړي او عملي مهارتونه یې پیاوړي کړي، څو له هېواد دننه د معتبرو تحصیلي بنسټونو له علمي او عملي تجربو سره بلد شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۵۴
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته د "عدلي طب" تر سرلیک لاندې یوورځنی سیمینار وړاندې شو

د عدلي طب په برخه کې د محصلانو د علمي او مسلکي پوهې د کچې د لوړولو او د عدالت په تأمین او حقوقي او جنايي قضیو ته د رسېدنې په برخه کې د دې څانګې له رول او اهمیت سره د هغوی د لا زیاتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي استادانو او د تدریسي روغتون ډاکټرانو ته د "ساري ناروغیو (IPC) او د هغو د مخنیوي لارو چارو" په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز آمریت له لوري د "ساري ناروغیو (IPC) او د هغو د مخنیوي لارو چارو" تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د طب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۶
Background image

د البیروني پوهنتون نړیوالې مجلې د علمي مقالو لپاره د DOI نړۍواله شمېره ترلاسه کړه

الحمدلله، د البیروني پوهنتون نړۍواله علمي مجله د Crossref په نوم د معتبر نړیوال بنسټ د غړیتوب رسمي پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ کړل او خپلو علمي مقالو ته یې د DOI یا (Digital Object. . .

BACK TO NEWS