د تضمین کیفیت یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

islam_admin
Sat, Jun 29 2024 8:21 AM
دانشگاه البیرونی

د البيروني پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړونې آمر ښاغلي محمد نعیم محمدي لخوا د دې پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز په تالار کې د تضمین کیفیت یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

په دغه ورکشاپ کې د تضمین کیفیت درېيمې دورې چارچوب په اړه معلومات تشریح او وړاندې شول، چې پکې د البيروني پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار مشتاق حقیار او د دې معاونیت ټولو اداري مسؤلینو ګډون کړی وو.

په پای کې نوموړی ورکشاپ په دعایې سره پای ته ورسېده