د ملي مجلې تحریر کميټې ناسته وکړه!

islam_admin
Wed, Jan 29 2025 3:00 PM
مجله ملی

د البيروني پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستیال، ښاغلي پوهندوی ګل آقا انوري په مشري، د علمي مجلې تحریر کمیټې، د دې معاونیت جلساتو په تالار کې ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو قدرمن وزارت څېړنو، تاليف او ژباړې ریاست رییس او د نوموړې کمیټې ټولو غړو ګډون کړی وو، چې له اجنډا سره سم په؛ د مجلې له پالیسي سره سم د پوهنځيو بررسي کونو پر وخت اجراآت، د استادانو علمي مقالې او داسې نورو اړینو موضوعاتو باندې بحث وشو.
په پای کې لازمې پرېکړې او تصمیمونه ونیول شول.