د تخنیکي تعلیماتو له آمریت سره هوکړه لیک لاسلیک شو.

islam_admin
Sat, May 10 2025 10:03 AM
پوهنتون البیرونی
د البيروني پوهنتون او د کاپیسا تخنیکي تعلیماتو آمریت ترمنځ د ګډو دوه اړخیزو همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک د البيروني پوهنتون رییس ښاغلي مفتي وقایت الله وقار حنفي او د کاپیسا تخنیکي تعلیماتو آمر ښاغلي مولوي نذير آقا محمد، لخوا د دې پوهنتون ریاست په مقام کې لاسلیک شو. د یاد هوکړه لیک په لاسلیکولو کې د البيروني پوهنتون او کاپیسا تخنیکي تعلیماتو آمریت ځینو مسؤلینو هم ګډون کړی وو، چې له مخې به یې دواړه علمي مرکزونه؛ د علمي او اداري چارو ظرفیت لوړولو په برخه کې، له یو او بل سره خپلې تجربې شریکوي او همکاري به کوي