په البیروني پوهنتون کې «د SPSS سافټویر په وسیله د احصایې تحلیل» دوه‌ورځنی ورکشاپ رسماً پیل شو.

islam_admin
Wed, Jan 28 2026 1:43 PM
پوهنتون البیرونی

 د البیروني پوهنتون د علمي کادر غړو لپاره «د احصایې تحلیل د Statistical Package For The Social Sciences (SPSS) سافټویر په وسیله» تر سرلیک لاندې دوه‌ورځنی علمي–تخصصي ورکشاپ په رسمي ډول د دې پوهنتون د استادانو د مسلکي انکشاف مرکز د کنفرانسونو په تالار کې پیل شو.

د یادې روزنیزې برنامې د پرانیستې په مراسمو کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، ګډونوالو ته لنډې او ارزښتمنې خبرې وکړې او د پوهنتون له استادانو یې وغوښتل، چې په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې علمي څېړنې ترسره کړي. نوموړي همدارنګه د ورکشاپ له ترینر او تنظیموونکو مننه وکړه او د ګډونوالو لپاره یې د بریالیتوب دعا وکړه.

ورپسې  د دې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د علمي کادر غړي، ښاغلي پوهنمل سپین‌ګل مایار، د ورکشاپ علمي او تخصصي برخه رسماً پرانیسته او د SPSS سافټویر په اړه یې په تفصیل معلومات وړاندې کړل.