په البیروني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امیرالمؤ_منین حفظهالله تعالی ورعاه احکامو، فرمانونو او لارښوونو د تطبیق د درسونو لړۍ پیل شوه
په البیروني پوهنتون کې د «د امیرالمؤ_منین حفظهالله تعالی ورعاه د احکامو، فرمانونو او لارښوونو د تطبیق» تر عنوان لاندې د درسونو لړۍ، نن دوشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شعبانالمعظم پر ۱۴مه، د دې پوهنتون په جامع جومات کې په رسمي ډول پیل شوه.
ياده درسي لړۍ به په دوامداره ډول هره اوونۍ د دوشنبې په ورځ د یوه ساعت لپاره ترسره کېږي، چې اساسي موخه یې د علمي او اداري مسئولیتونو په چوکاټ کې د امیرالمؤ_منین حفظه الله تعالی ورعاه صادره شویو احکامو، فرمانونو او لارښوونو په اړه د استادانو لا زیات پوهاوی، او د هغو کره، دقیق او سم تطبیق دی.
د دې لړۍ د لومړۍ ورځې درس د البیروني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، ښاغلي شیخالحدیث شاکرالله وحدت له لوري وړاندې شو، چې په کې د پوهنتون درنې رهبرۍ ، د پوهنځیو رئیس صاحبانو او د علمي کادر ټولو غړو ګډون کړی و. نوموړي په خپلو خبرو کې د امیرالمؤ_منین حفظه الله تعالی ورعاه د احکامو او فرمانونو د تطبیق پر ارزښت، د استادانو پر شرعي او اداري مسئولیتونو، او د نظم، انسجام او سالم علمي چاپېریال د ټینګښت پر ارزښتونو هر اړخیز او روښانه وضاحت وړاندې کړ.