د البیروني پوهنتون اداري کارمندانو ته د "اداري مراسلاتو تشریح" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو

islam_admin
Fri, May 22 2026 8:38 AM
سیمینار

د البیروني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا عمومي مدیریت له لوري، د دې پوهنتون اداري کارمندانو ته د "اداري مراسلاتو تشریح" تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار،  د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د البیروني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري برکت‌الله حنفي، په ګډون او د دې پوهنتون د ټولو اداري کارمندانو په فعال حضور کې دایر شو. په دې برنامه کې د پوهنتون د حقوقي کلینیک عمومي مدیر او د سمینار وړاندې کوونکي، ښاغلي خواجه کرامت‌الله صدیق، د صادره او وارده کتاب، آرشیف، د آرشیف اجزاوو او د صادره او وارده کتاب د صفحو اړوند موضوعات په عملي ډول تشریح او توضیح کړل.

همداراز، د سمینار ګډونوالو د وړاندې شویو مطالبو هرکلی وکړ او د ورته ښوونیزو او ظرفیت لوړونکو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ. په پای کې، سمینار په دعائیې سره پای ته ورسېد.