د البیروني پوهنتون لخوا د پروان ولایتي روغتون متخصصینو او ډاکټرانو ته د "د ملا د شوکي کانال د تنګوالي پتالوژي او میکانیزم" تر سرلیک لاندې علمي-څېړنیز کنفرانس وړاندې شو

islam_admin
Thu, Aug 06 2026 10:15 AM
شفاخانه تدریسی

د ملا د ستون د ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د علمي تجربو د تبادلې او د متخصصینو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه،  د البیروني پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د پروان ولایت د ولایتي روغتون متخصصینو او ډاکټرانو ته د "د ملا د شوکي کانال د تنګوالي پتالوژي او میکانیزم  (Pathology and Mechanism of Lumbar Canal Stenosis) تر سرلیک لاندې علمي-څېړنیز کنفرانس د یاد روغتون د کنفرانسونو په تالار کې وړاندې شو.

یاد کنفرانس د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د علمي کادر غړي، محترم پوهنوال ډاکټر نجیب‌الله شفق، وړاندې کړ. نوموړي د خپلې وینا پر مهال د ملا د شوکي کانال د جوړښت او فعالیت، د کانال د تنګوالي رامنځته کېدو لاملونه، د ناروغۍ پتالوژي او د رامنځته کېدو میکانیزم، د تشخیص لارې، او د دې ناروغۍ له امله د رامنځته کېدونکو اختلاطاتو د مخنیوي په اړه هر اړخیز، علمي او تخصصي معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

ګډونوالو د دغه علمي پروګرام هرکلی وکړ او خپلې علمي نظریې، مسلکي تجربې او تخصصي پوښتنې یې له وړاندې کوونکي سره شریکې کړې. په پای کې، کنفرانس د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.