په البیروني پوهنتون کې د خزاني والیبال ټورنمنټ پیل شو

islam_admin
Sun, Oct 04 2026 2:05 PM
تورنمنت اوالیبال

د "۱۴۰۵ کال خزاني ټورنمنټ" تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ نن (شنبه) د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو ترمنځ د دغه پوهنتون په ورزشي میدان کې پیل شوې.

دغه سیالۍ د محصلانو معاونیت اړوند د ورزشي عمومي مدیریت له‌خوا ترسره کېږي؛ چې موخه یې د البیروني پوهنتون د منتخب والیبال ټیم د ټاکنې لپاره د غوره څېرو پېژندنه، د محصلانو ترمنځ د همکارۍ او یووالي د روحیې پیاوړتیا، د سالمې سیالۍ د فضا رامنځته کول او په تحصیلي چاپېریال کې د ورزش د فرهنګ دودول بلل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو ټولټال نهه لوبډلې ګډون لري او په بېلابېلو ورځو کې به له یو بل سره سیالۍ ترسره کړي.