د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتي مدیریت سیستم (HEMIS) ورکشاپ د نوي ګمارل شویو استادانو لپاره د معلوماتي تکنالوژۍ په مرکز کې ترسره شو.

islam_admin
Mon, Apr 28 2025 2:41 PM
پوهنتون البیرونی

د دې ورکشاپ په پیل کې د البیروني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، محترم پوهنوال ډاکتر عبدالحق حنیف وینا وکړه او نوي استخدام شوی استادان یې د معلوماتي سیستمونو، په ځانګړي ډول د HEMIS سیستم د کارونې او نورو اړوندو موضوعاتو د زده‌کړې لپاره وهڅول.

د یادونې وړ ده چې د HEMIS سیستم یاد ورکشاپ د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له خوا تنظیم شوی وو، او د دې علمي بنسټ د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي مدیر، محترم اسلام‌الدین کوهستاني لخوا وړاندې شو.