په تدریسي روغتون کې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

islam_admin
Tue, Jul 15 2025 9:37 AM
 البیرونی پوهنتون

د البیروني پوهنتون د تدریسي روغتون د کنفرانسونو په تالار  کې د "د غاښونو رژېدل (Dental caries)" تر سرلیک لاندې، د دغه روغتون کارکوونکو او ستاژرانو ته یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

نوموړی سیمینار د البیروني پوهنتون د تدریسي روغتون د غاښونو څانګې ډاکټر ښاغلي محمد جعفر یعقوبي لخوا وړاندې شو؛ چې پکې د تدریسي روغتون ډاکټرانو او د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي ستاژرانو هم ګډون کړی وو او ګډونوالو ته پکې د غاښونو رېژېدنې اړوندو موضوعاتو په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.