شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د البیروني پوهنتون د نوي رئیس په توګه معرفی شو.

islam_admin
Mon, Nov 24 2025 9:32 AM
معرفی ریس پوهنتون البیرونی

البیروني پوهنتون ته نوی رئیس او د علمي او مالي اداري چارو مرستیالان د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې معرفي شول

د البیروني پوهنتون نوی رئیس او د علمي، مالي او اداري چارو نوي مرستیالان نن د شاندارو مراسمو په ترڅ کې د دې پوهنتون کارکوونکو، استادانو او ګڼ شمېر میلمنو ته معرفي شول. په دې مراسمو کې چې د نشراتو آمریت په تالار کې ترسره شول، پکې د کاپیسا مرستیال والي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، د پروان پوهنتون مسؤلینو، د البیروني پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو پراخ ګډون کړی و.

د نوي ګمارل شويو مسؤلینو له ډلې څخه ښاغلی مولوي سید بشیر آغا هاشمي د رئیس، ښاغلی مولوي شاکرالله وحدت د علمي چارو مرستیال او ښاغلی قاري برکت الله حنفي د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه دندې سپارل شوې دي.