د البیروني پوهنتون استادانو ته د "اسلامي نظام پېژندنه، اهمیت او اړتیا" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

islam_admin
Wed, Jun 10 2026 3:56 PM
دانشگاه البیرونی

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري د دې پوهنتون استادانو ته د "اسلامي نظام پېژندنه، اهمیت او اړتیا" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د نشراتو آمریت په تالار کې وړاندې شو.

په دې سیمینار کې چې د پوهنځیو رئیسانو او د پوهنتون ټولو علمي کادر غړو ګډون کړی و، د البیروني پوهنتون د علمي چارو مرستیال او د سیمینار وړاندې کوونکي ښاغلي  شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت د "اسلامي نظام پېژندنه، اهمیت او اړتیا" موضوع په اړه وینا وکړه او په دې برخه کې یې هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدارنګه په ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو د ترویج، د یووالي د ساتنې او د خدمت‌ګذارۍ د روحیې د پیاوړتیا په برخه کې د استادانو د علمي او ديني مسئولیتونو په اړه ګټور معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.