د البیروني پوهنتون محصلانو ته د "مصنوعي ځیرکتیا" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

islam_admin
Mon, Jun 15 2026 3:05 PM
ورکشاپ استفاده از هوش مصنوعی

د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت اړوند د رسنیو مرکز مدیریت له لوري، د دې پوهنتون د نهو پوهنځیو محصلانو لپاره د "مصنوعي ځیرکتیا" تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په تالار کې ترسره شو.

په دغه ورکشاپ کې، چې ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد او د ورکشاپ وړاندې کوونکي محترم پوهندوی احمد جاهد مشتاق، چې دا مهال د چین په هېواد کې د دوکتورا په کچه په زده‌کړو بوخت دی، د مصنوعي ځیرکتیا د مفهوم، په بېلابېلو علمي، ښوونیزو او څېړنیزو برخو کې د هغې د کارونې، د دې ټکنالوژۍ د فرصتونو او ننګونو، او همدارنګه د کار بازار په راتلونکي کې د هغې د رول په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل.

محصلانو د وړاندې شویو مطالبو هرکلی وکړ او د دغه ډول علمي او روزنیزو پروګرامونو جوړول یې د نوې ټکنالوژۍ د پېژندنې او د خپلو علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره ګټور وبلل. هغوی د راتلونکي لپاره د ورته ورکشاپونو پر دوام هم ټینګار وکړ.