د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې د قرآن کریم د تفسیر او ژباړې درسونه پیل شول
د دیني روحیې د پیاوړتیا، د دیني پوهاوي د کچې د لوړولو او د قرآن کریم د آیتونو د تدبر او ښه فهم لپاره د زمینې برابرولو په موخه، د البیروني پوهنتون په جامع جومات کې د قرآن کریم د تفسیر او ژباړې د درسونو لړۍ پیل شوه.
دغه درسونه د البیروني پوهنتون د رئیس ښاغلي شیخالحدیث سید بشیرآغا هاشمي له لوري د دغه پوهنتون ټولو کارکوونکو ته وړاندې کېږي. دغه پروګرام هره ورځ له غرمې وروسته له ۱۲:۳۰ څخه تر ۱:۰۰ بجو پورې ترسره کېږي، چې په ترڅ کې یې د قرآن کریم آیتونه له ژباړې او تفسیر سره تشریح کېږي.
د یادو درسونو د جوړېدو موخه د قرآن کریم له معارفو څخه د لا زیاتې ګټې اخیستنې زمینه برابرول، په علمي چاپېریال کې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا، او د پوهنتون د کارکوونکو هڅول دي، څو د قرآن کریم د لارښوونو په مطالعه، تدبر او عملي کولو کې لا زیات اهتمام وکړي.