د "ناحقې دعوې د څېړنې" په اړه تمثیلي محکمه د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلانو لپاره جوړه شوه
د عملي مهارتونو د پیاوړتیا او د حقوقي او شرعي قضیو ته د رسېدنې له بهیر سره د محصلانو د بلدتیا په موخه، د "ناحقې دعوې د څېړنې" تر سرلیک لاندې تمثیلي محکمه د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې د درېیم ټولګي او د اسلامي تعلیماتو څانګې د څلورم ټولګي محصلانو لپاره د دغه پوهنتون د حقوقي کلینیک په تالار کې جوړه شوه.
د دغې تمثیلي محکمې بهیر د البیروني پوهنتون د حقوقي کلینیک عمومي مدیر، ښاغلي کرامتالله صدیق، پر مخ یووړ، چې محصلانو په کې د قاضي، مدعي، مدعيعلیه، مدافع وکیل او شاهد په څېر د بېلابېلو رولونو په ترسره کولو سره د دعوې د څېړنې او رسېدنې بېلابېل پړاوونه په عملي توګه تمثیل کړل.
دغه پروګرام د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د حقوقي کلینیک عمومي مدیریت له لوري، د شرعیاتو پوهنځي په همغږۍ جوړ شوی و.
