د مفتي وقايت الله (وقار؛ حنفي) لنډه پېژندنه

 

بسم الله الرحمن الرحيم

نوم او تخلص: مفتي وقايت الله (وقار، حنفي)

د پلار نوم: معلم زرپاچا

اصلي هستوګنځی: ننګرهار، خوږياڼي، بربهار ادوړ

فعلي هستوګنځی: ننګرهار، جلال آباد ښار

زده کړې: 

  • په عصري علومو کې تر دولسم ټولګي
  • په ديني علومو کې فنون، وړه دوره، لويه دوره او په اسلامي فقه، قضاء او فتوا کې تخصص
  • بېلابېل مهارتي سيمينارونه، کنفرانسونه او کورسونه
  • د ويناوالۍ، خطابت، ليکوالۍ، کمپيوټر، انټرنيټ او ژورنالېزم دورې

د تفسير دورې:

له لاندې شيوخو څخه د تفسير اجازه لري:

  1. الشيخ المحدث نقيب الله حفظه الله تعالی
  2. الشيخ المحدث مولانا محمد ادريس ترنګزی حفظه الله تعالی
  3. الشيخ العلامة مولانا فخر الاسلام حفظه الله تعالی
  4. الشيخ المولانا أمير الرحمن النعماني حفظه الله تعالی
  5. الشيخ المفتي شاهد الله الحقاني حفظه الله تعالی
  6. الشيخ المولانا أمين الله أزره وال رحمه الله تعالی
  7. الشيخ المولانا محمد نعيم جليلي حفظه الله تعالی
  8. الشيخ المولانا ميرعباس ګوهري حفظه الله تعالی
  9. المولانا انعام الحق صاحبزاده حفظه الله تعالی

د احاديثو شيوخ:

له راتلونکو شيوخو څخه ېې احاديث لوستي دي.

  1. الشيخ مغفور الله باباجي حفظه الله تعالی
  2. الشيخ ديرباباجي حفظه الله تعالی
  3. الشيخ المفتي سيف الله حقاني حفظه الله تعالی
  4. الشيخ أمين الله أزره وال رحمه الله تعالی
  5. الشيخ محمد نعيم جليلي حفظه الله تعالی
  6. الشيخ ميرعباس ګوهري حفظه الله تعالی
  7. الشيخ سيد حکيم قمري حفظه الله تعالی
  8. الشيخ شمس الدين شمس حفظه الله تعالی
  9. الشيخ المفتي عبد الستار حقاني حفظه الله تعالی
  10. الشيخ المفتي لطف الله صميم حفظه الله تعالی
  11. الشيخ المفتي روزي خان حفظه الله تعالی

د افتاء شيوخ:

د افتاء او تخصص په لړ کې ېې له لاندې شيوخو ډېره ګټه اخيستې ده.

  1. الشيخ المولانا أمين الله أزره وال رحمه الله تعالی
  2. الشيخ المولانا محمد ګل وهاج حفظه الله تعالی
  3. الشيخ المفتي شاهد الله حقاني حفظه الله تعالی
  4. الشيخ المفتي نقيب الله الحقاني حفظه الله تعالی
  5. الشيخ المفتي محمد يونس الحقاني حفظه الله تعالی
  6. الشيخ المفتي روزي خان حنيف حفظه الله تعالی

لاسته راوړنې:

  1. تر دېرشو پورې د کتابونو ليکل او ژباړل
  2. په ښوونځي، مدرسه او پوهنتون کې په ممتازه توګه برياوې ( اول نومره ګۍ او عمومي اول نومره ګي)
  3. بېلابېلو لوريو څخه د ښه کار، ښې وړتيا او ښو اخلاقو ستاينليکونه او سندونه
  4. د معارف ستوري په سيالۍ کې د جلال آباد په کچه په تقريبا لس زره ګډونوالو کې دوهم مقام ګټل
  5. په انټرنټ او بېلابېلو مجلو او کتابونو کې د زرګونه مقالو چاپ او نشر، په خاصه توګه په انيس، هېواد، شريعت ورځپاڼو او حريت اونيزه کې د منظمو لړيو نشر.
  6. په بېلابېلو ښوونځيو او مدرسو کې تدريس (په مدرسې کې تر وړې دورې پورې د کتابونو تدريس)
  7. په بېلابېلو جوماتونو کې امامت او خطابت
  8. د بېلابېلو فرهنګي پروګرامو او فعاليتونو د دايرولو مشري او لارښوونه
  9. له اداري کارونو، کمپيوټر او انټرنيت سره بلدتيا

د نوموړي له تأليفاتو څخه:

چاپ:

۱: د حکمت وړانګې (نثري کليات)

۲: نوی افغانستان له مونږ څه غواړي؟

۳: د قافلې سالار

۴: يويشت مجلسونه؛ تزکيه او تصوف

۵: د امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په ننګه

ناچاپ:

۱: د هداية النحو شرح (پښتو)

۲: د تفسير شريف مقدمه (پښتو)

۳: ژوندۍ خطبې (د جوماتونو د خطيبانو لپاره د تصوف او هر اړخيزې اصلاح جالبې خطبې)

۴: نسيمونه

۵: د تبليغي جماعت پېژندنه او تګلاره

۶: د زړه وينې (نثري کليات)

۷: خاپونه (نثري کليات)

۸: ګرانه وروره (د ديني علومو زده کوونکو ته څو سپارښتنې)

۹: ليکوالي څنګه زده کړو؟

۱۰: ورځنی ژوند څنګه منظم کړو؟

۱۱: د ليکوالۍ نصاب

۱۲: د استاذ او شاګرد نزاکتي بعدونه

۱۳: ويناوالي څنګه زده کړو؟

۱۴: د استاذ مرغلرې

۱۵:  جوماتونه څنګه فعال کړو؟

۱۶: د قرآن کريم د موضوعاتو تفصيلي څېړنه (ژباړه)

۱۷:  د اسلامي دعوت ګټې (ژباړه)

۱۸: اسلام لپاره د اجتماعي کار اصول (ژباړه)

۱۹: د صور من حياة الصحابة رضي الله عنهم لغات (ژباړه)

۲۰: د علامه ابن جزی رحمه الله پېژندنه او په کتاب التسهيل کې ېې تګلاره (ژباړه)

۲۱: د فقهي اختلافاتو با انصافه سپيناوی (ژباړه)