د مفتي وقايت الله (وقار؛ حنفي) لنډه پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحيم
نوم او تخلص: مفتي وقايت الله (وقار، حنفي)
د پلار نوم: معلم زرپاچا
اصلي هستوګنځی: ننګرهار، خوږياڼي، بربهار ادوړ
فعلي هستوګنځی: ننګرهار، جلال آباد ښار
زده کړې:
- په عصري علومو کې تر دولسم ټولګي
- په ديني علومو کې فنون، وړه دوره، لويه دوره او په اسلامي فقه، قضاء او فتوا کې تخصص
- بېلابېل مهارتي سيمينارونه، کنفرانسونه او کورسونه
- د ويناوالۍ، خطابت، ليکوالۍ، کمپيوټر، انټرنيټ او ژورنالېزم دورې
د تفسير دورې:
له لاندې شيوخو څخه د تفسير اجازه لري:
- الشيخ المحدث نقيب الله حفظه الله تعالی
- الشيخ المحدث مولانا محمد ادريس ترنګزی حفظه الله تعالی
- الشيخ العلامة مولانا فخر الاسلام حفظه الله تعالی
- الشيخ المولانا أمير الرحمن النعماني حفظه الله تعالی
- الشيخ المفتي شاهد الله الحقاني حفظه الله تعالی
- الشيخ المولانا أمين الله أزره وال رحمه الله تعالی
- الشيخ المولانا محمد نعيم جليلي حفظه الله تعالی
- الشيخ المولانا ميرعباس ګوهري حفظه الله تعالی
- المولانا انعام الحق صاحبزاده حفظه الله تعالی
د احاديثو شيوخ:
له راتلونکو شيوخو څخه ېې احاديث لوستي دي.
- الشيخ مغفور الله باباجي حفظه الله تعالی
- الشيخ ديرباباجي حفظه الله تعالی
- الشيخ المفتي سيف الله حقاني حفظه الله تعالی
- الشيخ أمين الله أزره وال رحمه الله تعالی
- الشيخ محمد نعيم جليلي حفظه الله تعالی
- الشيخ ميرعباس ګوهري حفظه الله تعالی
- الشيخ سيد حکيم قمري حفظه الله تعالی
- الشيخ شمس الدين شمس حفظه الله تعالی
- الشيخ المفتي عبد الستار حقاني حفظه الله تعالی
- الشيخ المفتي لطف الله صميم حفظه الله تعالی
- الشيخ المفتي روزي خان حفظه الله تعالی
د افتاء شيوخ:
د افتاء او تخصص په لړ کې ېې له لاندې شيوخو ډېره ګټه اخيستې ده.
- الشيخ المولانا أمين الله أزره وال رحمه الله تعالی
- الشيخ المولانا محمد ګل وهاج حفظه الله تعالی
- الشيخ المفتي شاهد الله حقاني حفظه الله تعالی
- الشيخ المفتي نقيب الله الحقاني حفظه الله تعالی
- الشيخ المفتي محمد يونس الحقاني حفظه الله تعالی
- الشيخ المفتي روزي خان حنيف حفظه الله تعالی
لاسته راوړنې:
- تر دېرشو پورې د کتابونو ليکل او ژباړل
- په ښوونځي، مدرسه او پوهنتون کې په ممتازه توګه برياوې ( اول نومره ګۍ او عمومي اول نومره ګي)
- بېلابېلو لوريو څخه د ښه کار، ښې وړتيا او ښو اخلاقو ستاينليکونه او سندونه
- د معارف ستوري په سيالۍ کې د جلال آباد په کچه په تقريبا لس زره ګډونوالو کې دوهم مقام ګټل
- په انټرنټ او بېلابېلو مجلو او کتابونو کې د زرګونه مقالو چاپ او نشر، په خاصه توګه په انيس، هېواد، شريعت ورځپاڼو او حريت اونيزه کې د منظمو لړيو نشر.
- په بېلابېلو ښوونځيو او مدرسو کې تدريس (په مدرسې کې تر وړې دورې پورې د کتابونو تدريس)
- په بېلابېلو جوماتونو کې امامت او خطابت
- د بېلابېلو فرهنګي پروګرامو او فعاليتونو د دايرولو مشري او لارښوونه
- له اداري کارونو، کمپيوټر او انټرنيت سره بلدتيا
د نوموړي له تأليفاتو څخه:
چاپ:
۱: د حکمت وړانګې (نثري کليات)
۲: نوی افغانستان له مونږ څه غواړي؟
۳: د قافلې سالار
۴: يويشت مجلسونه؛ تزکيه او تصوف
۵: د امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په ننګه
ناچاپ:
۱: د هداية النحو شرح (پښتو)
۲: د تفسير شريف مقدمه (پښتو)
۳: ژوندۍ خطبې (د جوماتونو د خطيبانو لپاره د تصوف او هر اړخيزې اصلاح جالبې خطبې)
۴: نسيمونه
۵: د تبليغي جماعت پېژندنه او تګلاره
۶: د زړه وينې (نثري کليات)
۷: خاپونه (نثري کليات)
۸: ګرانه وروره (د ديني علومو زده کوونکو ته څو سپارښتنې)
۹: ليکوالي څنګه زده کړو؟
۱۰: ورځنی ژوند څنګه منظم کړو؟
۱۱: د ليکوالۍ نصاب
۱۲: د استاذ او شاګرد نزاکتي بعدونه
۱۳: ويناوالي څنګه زده کړو؟
۱۴: د استاذ مرغلرې
۱۵: جوماتونه څنګه فعال کړو؟
۱۶: د قرآن کريم د موضوعاتو تفصيلي څېړنه (ژباړه)
۱۷: د اسلامي دعوت ګټې (ژباړه)
۱۸: اسلام لپاره د اجتماعي کار اصول (ژباړه)
۱۹: د صور من حياة الصحابة رضي الله عنهم لغات (ژباړه)
۲۰: د علامه ابن جزی رحمه الله پېژندنه او په کتاب التسهيل کې ېې تګلاره (ژباړه)
۲۱: د فقهي اختلافاتو با انصافه سپيناوی (ژباړه)