د البیروني پوهنتون د رهبرۍ هیئت، پوهنځیو رئیسانو او استادانو لپاره د تحصیلي نصاب په اړه علمي سیمینار او ورکشاپ ترسره شو

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۸
سیمینار نصاب

د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب ریاست له لوري له البيروني پوهنتون سره په همغږي، د تحصیلي نصابونو د ارزونې او ښه‌والي، د نصاب د تدوین، تطبیق او پراختیا له لارو چارو سره د بلدتیا او د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو په موخه، نن له غرمې مخکې د البیروني پوهنتون د رهبرۍ هیئت، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په حضور کې د تحصیلي نصاب په اړه علمي سیمینار، د دغه پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې ترسره شو.

د پروګرام په پیل کې، د البیروني پوهنتون عمومي رئیس محترم شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب ریاست د استول شوي پلاوي هرکلی او له هغوی څخه د مننې ترڅنګ، د تحصیلي نصاب د ارزښت او اهمیت، د زده‌کړې د کیفیت په لوړولو کې د هغه د رول او د تدریس د بهیر په معیاري کولو کې د نصاب د ونډې په اړه خبرې وکړې او د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د تأیید شویو نصابونو پر دقیق تطبیق یې ټینګار وکړ.

ورپسې، د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس محترم مفتي عبدالرؤوف فراهی او د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون استاد او د تحصیلي نصاب کمېسیون غړي محترم پوهنوال داودشاه فاروق، د تحصیلي نصاب اړوندو موضوعاتو، کریدټ سیستم، د نصاب موخو او جوړښت، درسي مفرداتو، د تدریس او ارزونې میتودونو، له ښوونیزو اړتیاوو سره د نصاب د همغږۍ او د تحصیلي نصابونو د اغېزمن تطبیق د څرنګوالي په اړه اړین معلومات او توضیحات وړاندې کړل.

همدارنګه، نن له غرمې وروسته د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په تالار کې عملي او ګروپي ورکشاپ ترسره شو. په دغه ورکشاپ کې د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب ریاست لس‌نفري پلاوي، د پوهنتون له مسئولینو او استادانو سره په ګډه، د تحصیلي نصابونو د ارزونې، د نصاب د تدوین د اصولو او میتودونو، د درسي نصاب د تطبیق د څرنګوالي، د درسي مفرداتو د ارزونې او د تحصیلي نصابونو د پراختیا او ښه‌والي د لارو چارو په اړه په عملي او ګروپي ډول کار وکړ.

د پروګرام په جریان کې علمي ناستې او تخصصي بحثونه هم ترسره شول او ګډونوالو ته فرصت برابر شو، چې په دې برخه کې خپل نظرونه، پوښتنې، وړاندیزونه او علمي او مسلکي تجربې شریکې کړي او د تحصیلي نصابونو د ښه‌والي د ننګونو او حل‌لارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړي.

دغه سیمینار او ورکشاپ د زده‌کړې د کیفیت د پیاوړتیا، د تحصیلي نصابونو د تطبیق د بهیر د ښه‌والي، د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو او د پوهنتون د علمي او ښوونیزو برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه ترسره شو، چې ګډونوالو یې په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه واخیسته.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د البیروني پوهنتون محصلانو ته "رواني اختلالات او د درملنې لارې چارې" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو

د رواني روغتیا په برخه کې د محصلانو د پوهاوي لوړولو، د رواني اختلالاتو پېژندنې او د هغو د مخنیوي او درملنې لارو چارو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت د رواني مشورې مرکز له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

BACK TO NEWS