د شیخالاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د پنځو فرمانونو رقابتي ازموینه د البیروني پوهنتون د ۴۵۰ تنو محصلینو په ګډون ترسره شوه
د شیخالاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د پنځو فرمانونو رقابتي ازموینه نن د البیروني پوهنتون د ۴۵۰ تنو محصلینو په ګډون د دغه پوهنتون په جامع جومات کې ترسره شوه.
د دې پروګرام په پیل کې، محترم پوهنیار مولوي مشتاق حقیار، د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې سیالۍ له جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د فرمانونو او لارښوونو په اړه د محصلینو د مطالعې او پوهاوي پر ارزښت ټینګار وکړ.
دغه ازموینه د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري، د تنویر فرهنګي ادارې په همکارۍ او د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي او اړوندو مسؤلینو په حضور او څارنه کې ترسره شوه، چې موخه یې مطالعې ته د محصلینو هڅول، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د فرمانونو په اړه د هغوی د پوهاوي لوړول او د سالمې علمي سیالۍ لپاره د هغوی هڅونه بلل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د دې سیالۍ لسو غوره محصلینو ته بېلابېزې جایزې په پام کې نیول شوې دي.
