د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د اتو کادري بستونو اړوند د انګلیسي ژبې ازموینه په شفاف ډول واخیستل شوه
د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د داخله څانګې د اتو کادري بستونو اړوند د انګلیسي ژبې ازموینه، چې مخکې اعلان ته سپارل شوې وه، نن د البیروني پوهنتون د محترمې رهبرۍ پلاوي او اړوندو مسؤولینو تر څارنې لاندې، د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې په شفاف ډول واخیستل شوه.
د ازموینې په پیل کې، د البیروني پوهنتون علمي مرستیال محترم شیخالحدیث شاکرالله وحدت ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ازموینې بهیر به په شفاف او عادلانه ډول ترسره کېږي او کادري بستونه به د وړتیا او ازموینې د پایلو پر بنسټ وړ کسانو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ازموینه کې د طب پوهنځي د داخله څانګې د اتو کادري بستونو د ترلاسه کولو لپاره ۱۹ تنو ګډون کړی و.
.