د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو ته د «ژورنالېزم اخلاقي او مسلکي معیارونو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

islam_admin
Tue, Nov 24 2026 12:20 PM
ورکشاپ آموزشی «معیارهای اخلاقی و مسلکی ژورنالیزم» برای محصلان پوهنځی ژورنالیزم پوهنتون البیرونی ارائه شد

د محصلینو د مسلکي پوهاوي لوړولو او د ژورنالېزم له اخلاقي اصولو او معیارونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت اړوند د رسنیو عمومي مدیریت له لوري د ژورنالېزم پوهنځي د مطبوعاتو او راډیو ټلوېزیون څانګو د لومړي تر څلورم ټولګي محصلینو ته د «ژورنالېزم اخلاقي او مسلکي معیارونو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې وړاندې شو.

په دې ورکشاپ کې د ژورنالېزم پوهنځي استاد او د ورکشاپ وړاندې کوونکي محترم پوهنیار شفیق‌الله حازم د ژورنالېزم د اخلاقو د اصولو او بنسټونو، د معلوماتو په راټولولو او خپرولو کې د رښتینولۍ او بې‌پرې‌توب، د خبریالانو د مسؤولیت‌پالنې، د وګړو د حقونو د رعایت او په رسنیزو فعالیتونو کې د مسلکي معیارونو په اړه هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل.

د دې ورکشاپ موخه د خبریالۍ له اخلاقي مسؤولیتونو او مسلکي معیارونو سره د محصلینو بلدتیا وه.