د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلینو د کاپیسا ولایت د ګلبهار نساجۍ فابریکې علمي لیدنه وکړه
د محصلینو د تخنیکي پوهې د لوړولو او له صنعتي فعالیتونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د څلورم ټولګي محصلینو د خپل استاد په ملتیا د کاپیسا ولایت د ګلبهار نساجۍ فابریکې علمي لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې محصلین د فابریکې له بېلابېلو برخو، د نساجۍ توکو د تولید او پروسس له پړاوونو، د صنعتي ماشینآلاتو له فعالیت او د تولید په بهیر کې د انجنیري اصولو له تطبیق سره بلد شول. همدارنګه، د فابریکې مسؤولینو د فابریکې د فعالیتونو، تولیدي ظرفیت او تخنیکي بهیرونو په اړه اړین معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې دغه علمي لیدنه د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت له لوري، د انجنیري پوهنځي ریاست په همغږۍ تنظیم شوې وه.