د استراتیژیک پلان لارښود عملي تشریح په موخه ورکشاپ وړاندې شو

islam_admin
Tue, Feb 20 2024 1:35 PM
دانشگاه البیرونی

د البیروني پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوی عبدالاحد حقاني په مشري د البیروني پوهنتون مسلکي پراختیا مرکز ورکشاپونو په تالار کې د استراتیژیک پلان لارښود عملي تشریح یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

نوموړی ورکشاپ د دې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړونې آمر ښاغلي محمد نعیم محمدي په هڅو د اقتصاد پوهنځي استاد، ښاغلي پوهنیار آرش همیار، لخوا وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار مشتاق حقیار، مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري محمدالدین انس، د پوهنځیو رییسانو او د دیپارتمنتونو آمرینو ګډون کړی وو.

په پای کې ګډونو الو ته تصديق پاڼې او مننلیکونه ووېشل شول او ورکشاپ په دعایې سره پای ته ورسېد.

نېټه: دوشنبه؛ 2/۸/۱۴۴۵ ل.س