د پوهنتون د رئیس ژوندليک

عکس ریس پوهنتون البیرونی

د البيروني پوهنتون د عمومي رئيس مفتي وقايت الله (وقار؛ حنفي) پېژندنه

مفتي وقايت الله (وقار، حنفي) د معلم زرپاچا زوی د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د بربهار ادوړ په کلي کې په (۱۳۷۶ هـــ، ل) کال کې په يوه علمي او جهادي کورنۍ کې زېږېدلی دی.

زده کړې:

 نوموړی په خپلو عصري زده کړو کې د سيد شمس الدين مجروح عالي لېسې  دولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی، د ديني علومو فنون، وړه دوره، لويه دوره او په اسلامي فقه، افتاء او قضاء کې ېې تخصص په بېلابېلو مدرسو کې (أنوار الصحابة رضي الله عنهم مدرسه، حضرت أبي بن کعب رضي الله عنه دارالحفاظ، جامعة أم العلوم، امام ابويوسف رحمه الله او اسلامي دارالعلوم، الحرم دارالافتاء، الجامعة الغفارية او جامعة دارالايمان والتقوی) تر سره کړی دی او په ديني علومو کې ېې د لسانس سند له الفلاح پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی.

دورې او وړتياوې:

ددې تر څنګ ېې بېلابېل مهارتي سيمينارونه، ورکشاپونه او کورسونه (د مالي او تدارکاتي چارو روزنيز ورکشاپ، پرمختللې رهبري، اداره او مشرتابه او... د لوړو زده کړو وزارت او بېلابېلو ادارو له لوري) اخيستي دي.

د ليکوالۍ، کمپيوټر او انټرنيټ د زده کړې بېلابېلې لړۍ ېې تعقيب کړې دي او د ويناوالۍ او ژورناليزم کورسونه ېې په (سباوون ستوري انسټيټيوټ) کې تر سره کړي دي.

د تفسير دورې:

له لاندې شيوخو سره ېې د تفسير دورې کړي او يا ېې ترې اجازه اخيستې ده: الشيخ المحدث نقيب الله حفظه الله تعالی، الشيخ المحدث مولانا محمد ادريس ترنګزی حفظه الله تعالی، الشيخ العلامة مولانا فخر الاسلام حفظه الله تعالی، الشيخ المولانا أمير الرحمن النعماني حفظه الله تعالی، الشيخ المفتي شاهد الله الحقاني حفظه الله تعالی، الشيخ المولانا أمين الله أزره وال رحمه الله تعالی، الشيخ المولانا محمد نعيم جليلي حفظه الله تعالی، الشيخ المولانا ميرعباس ګوهري حفظه الله تعالی، المولانا انعام الحق صاحبزاده حفظه الله تعالی.

د احاديثو شيوخ:

له راتلونکو شيوخو څخه ېې احاديث لوستي او يا ترې اجازې لري:الشيخ مغفور الله باباجي حفظه الله تعالی، الشيخ عبد الحليم بن قاضی محمد يوسف حفظه الله تعالی، الشيخ المفتي سيف الله حقاني حفظه الله تعالی، الشيخ أمين الله أزره وال رحمه الله تعالی، الشيخ محمد نعيم جليلي حفظه الله تعالی، الشيخ ميرعباس ګوهري حفظه الله تعالی، الشيخ سيد حکيم قمري حفظه الله تعالی، الشيخ شمس الدين شمس حفظه الله تعالی، الشيخ المفتي عبد الستار حقاني حفظه الله تعالی، الشيخ المفتي لطف الله صميم حفظه الله تعالی، الشيخ المفتي روزي خان حنيف حفظه الله تعالی.

د افتاء شيوخ:

د افتاء او تخصص مروج تدريسي نصاب ېې له شيخ القرآن والحديث مولوي محمد ګل وهاج حفظه الله تعالی، شيخ القرآن والحديث مفتي نقيب الله حقاني حفظه الله تعالی، الشيخ مفتي محمد يونس راشد حفظه الله تعالی او شيخ القرآن والحديث مفتي شاهد الله حقاني حفظه الله تعالی سره تکميل کړی دی، د رئيس المفتيين مفتي شاهد الله حقاني دامت برکاتهم العالية تر اشراف او نظارت لاندې ېې د افتاء او تخصص مروجه مطالعه تعقيب کړې ده.

لاسته راوړنې:

مفتي وقار حنفي خپل ټول ژوند د علم، تعليم او تحصيل په خدمت کې تېر کړی دی او په دغه لړ کې ېې ځينې لوېې لاسته راوړنې عبارت دي له:

  1. تر دېرشو پورته د کتابونو ليکل او ژباړل.
  2. په ښوونځي، مدرسه او پوهنتون کې په ممتازه توګه برياوې ( اول نومره ګۍ او عمومي اول نومره ګي).
  3. بېلابېلو لوريو څخه د ښه کار، ښې وړتيا او ښو اخلاقو ستاينليکونه او سندونه
  4. په بېلابېلو لويو سياليو کې په ممتازه توګه بريالي توب.
  5. په انټرنټ او بېلابېلو مجلو او کتابونو کې د سلګونه مقالو چاپ او نشر، په خاصه توګه په انيس، هېواد، شريعت ورځپاڼو او حريت اونيزه کې د منظمو لړيو نشر.
  6. په بېلابېلو ښوونځيو او مدرسو کې تدريس.
  7. په بېلابېلو جوماتونو کې امامت او خطابت.
  8. د بېلابېلو فرهنګي پروګرامونو او فعاليتونو د دايرولو مشري او لارښوونه.
  9. له کمپيوټر او انټرنيت سره بلدتيا.
  10. په کلونو کلونو د تعليمي او تحصيلي ادارو بريالۍ مشري او رهبري.
  11. د هېواد په دوهمه ملي ژبه (دری) باندې ېې د ځينو آثارو ژباړه.
  12. په ځينو آثارو لکه: د امام اعظم أبوحنيفه رحمه الله په ننګه کتاب کې ېې په لسګونو سيالۍ دايرېدل چې په زرګونو کسانو پکې ګډون کړی دی.

د نوموړي له آثارو څخه:

د مفتي وقار حنفي د ژوند غوښنه برخه په ادبي او فرهنګي کارونو کې مصرف شوې ده، د نوموړي لسګونه آثار دي چې ځينې ېې چاپ او ځينې ناچاپ دي.

چاپ:

د حکمت وړانګې (نثري کليات)، نوی افغانستان له مونږ څه غواړي؟  (افغانستان نوين از ما چه ميخواهد؟)، د قافلې سالار، يويشت مجلسونه؛ تزکيه او تصوف، د امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په ننګه  (در دفاع امام ابوحنيفه رحمه الله)،  ورځنی ژوند څنګه منظم کړو؟، عقل نامه

ناچاپ:

د هداية النحو شرح (پښتو)، د تفسير شريف مقدمه (پښتو)، ژوندۍ خطبې (د جوماتونو د خطيبانو لپاره د تصوف او هر اړخيزې اصلاح جالبې خطبې)، نسيمونه (شعري ټولګه)، د تبليغي جماعت پېژندنه او تګلاره، د زړه وينې (نثري کليات)، خاپونه (نثري کليات)، ګرانه وروره (د ديني علومو زده کوونکو ته څو سپارښتنې)، ليکوالي څنګه زده کړو؟، د مشهورو پښتنو فقهاوو ژوند او خدمتونه، د ليکوالۍ نصاب، د استاذ او شاګرد نزاکتي بعدونه، ويناوالي څنګه زده کړو؟، د استاذ مرغلرې، جوماتونه څنګه فعال کړو؟، د قرآن کريم د موضوعاتو تفصيلي څېړنه (ژباړه)، د اسلامي دعوت ګټې (ژباړه)، اسلام لپاره د اجتماعي کار اصول (ژباړه)، د صور من حياة الصحابة رضي الله عنهم لغات (ژباړه)، د علامه ابن جزی رحمه الله پېژندنه او په کتاب التسهيل کې ېې تګلاره (ژباړه)، د فقهي اختلافاتو باانصافه سپيناوی (د امام شاه ولي الله دهلوي رحمه الله د الانصاف فی بيان أسباب الاختلاف کتاب ژباړه).

دندې او مسؤليتونه:

د امام ابويوسف رحمه الله عالي دارالعلوم مدرس، د دارالعلوم زون شرق استاذ، د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه مدرسې استاذ، د کابل کېمپ د ذکورو لېسې استاذ، د ننګرهار عالي لېسې استاذ، د جلال آباد ښاروالۍ د دعوت او ارشاد آمر، د البيروني پوهنتون علمي مرستيال، د البيروني پوهنتون عمومي رئيس.