د البیروني پوهنتون استادانو ته (د اسلامي شريعت او طب له نظره د نشه‌يي توکو زیانونه) په اړه سمینار وړاندې شو

islam_admin
Tue, Jun 30 2026 11:49 AM
پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د علمي کادر غړو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د (اسلامي شريعت او طب له نظره د نشه‌يي توکو زیانونه؛ د ځوان نسل د اصلاح او عامه پوهاوي په موخه) تر سرلیک لاندې سمینار، د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي پرسونل په ګډون، د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې وړاندې شو.

په دغه سمینار کې ګډونوالو د نشه‌يي توکو له ډولونو، د روږدي کېدو له لاملونو، د هغو له روغتیايي، ټولنیزو، اقتصادي او اخلاقي ناوړه پایلو سره اشنايي ترلاسه کړه. همدارنګه، د اعتیاد د مخنیوي لارو، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي او د دې ناوړې پدیدې په مخنیوي کې د ځوانانو د رول په اړه اړین معلومات هم وړاندې شول.

د سمینار په پای کې د البیروني پوهنتون عمومي رئیس، محترم شیخ‌الحدیث سید بشیرآغا هاشمي، د عامه پوهاوي د ارزښت په ستایلو سره، د دیني او اخلاقي ارزښتونو پر پیاوړتیا او د نشه‌يي توکو له خطرونو څخه د ټولنې د خوندي ساتلو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې دغه سمینار د البیروني پوهنتون د شرعیاتو او طب پوهنځیو د استادانو، محترم پوهنمل مجاهد ابراهیمي او محترم پوهنمل شامري شادان، له لوري وړاندې شو.