د البیروني پوهنتون محصلانو ته "رواني اختلالات او د درملنې لارې چارې" تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار وړاندې شو

islam_admin
Sun, Nov 01 2026 12:10 PM
سیمینار اختلال روانی

د رواني روغتیا په برخه کې د محصلانو د پوهاوي لوړولو، د رواني اختلالاتو پېژندنې او د هغو د مخنیوي او درملنې لارو چارو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو معاونیت د رواني مشورې مرکز له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د لومړي ټولګي محصلانو ته د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

په دې سیمینار کې د البیروني پوهنتون کلینیکي ارواپوه، ښاغلی روح‌الله روحاني، د رواني اختلالاتو د ډولونو، نښو او لاملونو، د رواني روغتیا د اهمیت او د تشخیص او درملنې د لارو چارو په اړه ګټور معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې د دا ډول پروګرامونو جوړول د محصلانو د پوهاوي لوړولو او د هغوی رواني روغتیا ته د پاملرنې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.