د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د «د حکمیت له لارې د سوداګریزې شخړې د حل او د تاوان غوښتنې» تر سرلیک لاندې ښوونیز پروګرام جوړ شو

islam_admin
Tue, Nov 24 2026 12:32 PM
برنامۀ آموزشی «حل‌وفصل منازعۀ تجارتی مطالبه جبران خساره از طریق حکمیت» برای محصلان پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون البیرونی راه‌اندازی شد

د محصلینو د عملي مهارتونو د لوړولو او د حکمیت له لارې د سوداګریزو شخړو د حل‌وفصل له لارو چارو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو څانګې د څلورم ټولګي محصلینو ته د «د حکمیت له لارې د سوداګریزې شخړې د حل او د تاوان غوښتنې» تر سرلیک لاندې ښوونیز پروګرام جوړ شو.

دغه پروګرام د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د استاد محترم پوهنیار حارث شریف تر لارښوونې لاندې ترسره شو، چې په ترڅ کې یې محصلین په عملي ډول د سوداګریزو شخړو د څېړنې له بهیر، د تاوان غوښتنې له څرنګوالي او د حکمیت له لارې د اختلافاتو د حل‌وفصل له پړاوونو سره بلد شول.

د البیروني پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چې د نظري زده‌کړو ترڅنګ د محصلینو لپاره د عملي زده‌کړو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.