د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې په البیروني پوهنتون کې پیل شوې

islam_admin
Sat, Nov 28 2026 2:19 PM
امتحانات نهایی سمستر خزانی سال ۱۴۰۵ هـ.ش در پوهنتون البیرونی آغاز شد

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې د ټاکل شوې مهالوېش له مخې، د البیروني پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، پوهنځیو مسؤلینو او د ازموینو د څارنې پلاوي په شتون کې پیل شوې.

د ازموینو په لومړۍ ورځ، د البیروني پوهنتون د محصلانو مرستیال، محترم پوهنیار مولوي مشتاق حقیار په مشرۍ د ازموینو مرکزي پلاوي، د روڼتیا، نظم او د نافذه اصولو او لوایحو د رعایت ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې په ترڅ کې، د پوهنتون د محصلانو مرستیال اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د ازموینو پر مقرراتو یې د ټینګار غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې نن د شنبې په ورځ د البیروني پوهنتون په نهو پوهنځیو کې پیل شوې او د ټاکل شوې مهالوېش له مخې به دوام وکړي.