د «ازموینې د اضطراب مدیریت» تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د البیروني پوهنتون محصلینو ته وړاندې شو
د ازموینو له امله د رامنځته کېدونکو رواني فشارونو د پېژندلو او مدیریت په برخه کې د محصلینو د پوهاوي لوړولو او د هغوی د تحصیلي کړنو د ښه والي په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د رواني مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون د نهو پوهنځیو د لومړي ټولګي محصلینو ته د «ازموینې د اضطراب مدیریت» تر سرلیک لاندې ښوونیز سیمینار د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې چې د لومړي ټولګي ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و، د البیروني پوهنتون کلینیکي ارواپوه، ښاغلي روحالله روحاني د ازموینې د اضطراب د مفهوم، رامنځته کېدو لاملونو، رواني او تحصیلي پایلو، د مخنیوي لارو چارو او د هغه د مدیریت او کنټرول اغېزمنو لارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړول د محصلینو د ځانباورۍ په پیاوړتیا او ازموینو ته د هغوی په غوره چمتووالي کې مهم رول لري.