د البیروني پوهنتون عمومي رئیس د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د احکامو، فرمانونو او هدایاتو د تطبیق د درسي لړۍ درس استادانو ته وړاندې کړ

islam_admin
Tue, Feb 10 2026 10:03 AM
پوهنتون البیرونی

د " امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د احکامو، فرمانونو او هدایاتو د تطبیق" تر سرلیک لاندې د درسي لړۍ په دوام، چې د تېرې اوونۍ راهیسې په اوونې کې د یو ساعت لپاره د البیروني پوهنتون د درنې رهبرۍ له لوري په رسمي ډول د دې پوهنتون په جامع جومات کې پیل شوې ده، د دغې لړۍ دوهم درس د البیروني پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیرآغا هاشمي له‌خوا وړاندې شو.

یاد درس د پوهنتون د درنو مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسـانو او د البیروني پوهنتون د ټولو علمي کادر غړو په ګډون ترسره شو. ښاغلي شیخ صاحب د درس په لړ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون، له هغه سره تړلي اصطلاحات او د دعوت طریقې د دغه قانون په رڼا کې په جامع او واضح ډول ګډونوالو ته تشریح او توضیح کړل.