د «ولاء او براء (له مسلمانانو سره دوستي او له کفارو سره دښمني)» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته وړاندې شو

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۱۱
عکس

د «ولاء او براء (له مسلمانانو سره دوستي او له کفارو سره دښمني)» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار د البیروني پوهنتون استادانو ته، د دغه پوهنتون د استادانو د مسلکي ودې په تالار کې وړاندې شو.

په دې سمینار کې، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر استادانو ګډون کړی و، محترم شیخ‌الحدیث مولوي شاکرالله وحدت، د البیروني پوهنتون علمي مرستیال او د سمینار وړاندې کوونکي، د اسلامي شریعت له نظره د ولاء او براء مفهوم، اهمیت او ځایگاه، او د مسلمانانو په فردي او ټولنیز ژوند کې د هغه د رعایت څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته مفصل او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي همدارنګه د مسلمانانو ترمنځ د دوستۍ او یووالي، د اسلامي ورورولۍ د پیاوړتیا، او له غیرمسلمانانو سره د اسلامي شریعت له لیدلوري د تعامل او چلند د اصولو په اړه ګټور معلومات او څرګندونې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

ګډونوالو د وړاندې شویو مطالبو هرکلی وکړ او د ورته علمي او ښوونیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو لپاره د "تحقیقي طرحې چمتو کولو" تر سرلیک لاندې یوه ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

د محصلینو د علمي روزنې د پیاوړتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریاست د دغه پوهنتون د محصلینو د خدماتو د انسجام آمریت سره په همغږۍ، د حقوقو ډیپارټمنټ د څلورم. . .

BACK TO NEWS