د البيروني پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنۍ اصلاحي او تربیوي برنامه پیل شوه

islam_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۸:۴۸

نوموړې برنامه، چې درې ورځې به دوام وکړي، نن شنبې ورځ د البيروني پوهنتون جامع مسجد کې پیل شوه، چې پکې د البيروني پوهنتون درنې رهبرۍ، استادانو او ټولو اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی وو.

د يادې برنامې په پیل کې د البيروني پوهنتون عمومي رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي ګډونوالو ته لنډې خبرې وکړې او نوموړې برنامه يې چې پکې اصلاحي او تربیوي درسونه وړاندې کېږي؛ ګټوره وبلله او هم يې د پوهنتون ټول پرسونل ته سپارښتنه وکړه، چې يادو درسونو ته په شوق او ټاکلي وخت ځانونه حاضر کړي.

ياد اصلاحي او تربیوي درسونه د لوړو زده کړو محترم مقام د حکم او د دعوت او ارشاد محترم رياست د پلان په رڼا کې نن ورځ د کاپیسا علماوو شورا رياست غړو؛ شیخ القرآن والحدیث ښاغلي م.ولوي سید اشرف زاهد او شیخ القرآن والحدیث ښاغلي م.ولوي صبغت الله ح.ق.ا.ن.ي لخوا وړاندې شول

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS