د البیروني پوهنتون د جدیدالشمولو محصلانو د نوم‌‌لیکنې بهیر پیل شو.

islam_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۳۴
عکس پروسه ثبت نام

د هغو محصلینو د رسمي نوم‌لیکنې بهیر، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د کانکور عمومي ازموینې له لارې د البیروني پوهنتون نهو پوهنځیو ته د بریالي کېدو ویاړ ترلاسه کړی، نن پنج‌شنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان په ۲۵مه، د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال، ښاغلي پوهنیار مولوي مشتاق حقیار تر څارنې لاندې، د دې پوهنتون د ثبت او راجستر عمومي مدیریت په دفتر کې کې پیل شو.

په دې بهیر کې به ۱۴۵۷ تنه نوي شامل شوي محصلین، د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د اسد تر ۳مې نېټې پورې، د اړینو اسنادو په وړاندې کولو سره، د خپلې نوم‌لیکنې چارې بشپړې کړي او د نوي سمستر د پیل لپاره به چمتو شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د اتو کادري بستونو اړوند د انګلیسي ژبې ازموینه په شفاف ډول واخیستل شوه

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د داخله څانګې د اتو کادري بستونو اړوند د انګلیسي ژبې ازموینه، چې مخکې اعلان ته سپارل شوې وه، نن د البیروني پوهنتون د محترمې رهبرۍ پلاوي او اړوندو مسؤولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۸
Background image

البیروني پوهنتون د ۲۷ علمي ـ څېړنیزو مقالو په تأیید سره د ملک په کچه پنځم مقام خپل کړ

د عاليقدر اميرالمؤمنين شیخ‌الاسلام علامه هبة‌الله آخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو "له قیادت څخه تر شرعي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او سیاسي پرمختګونو پورې د اغېزو" تر سرلیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د "ناحقې دعوې د څېړنې" په اړه تمثیلي محکمه د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلانو لپاره جوړه شوه

د عملي مهارتونو د پیاوړتیا او د حقوقي او شرعي قضیو ته د رسېدنې له بهیر سره د محصلانو د بلدتیا په موخه، د "ناحقې دعوې د څېړنې" تر سرلیک لاندې تمثیلي محکمه د البیروني پوهنتون د شرعیاتو. . .

BACK TO NEWS